د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، سږ کال له دغه ولایت څخه تر دې دمه شاوخوا ۱۸ زره ټنه وچه او تازه میوه صادره شوې، چې د دوی په خبره دغه شمېرې یې تېرو څلورو میاشتو کې راټولې کړې او ښایې د وچې مېوې د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي. پر همدې مهال د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وایي، د تیرو څلور میاشتو راهیسې یې ددغه ولایت څخه شاوخوا دولس زره ټنه وچه او شپږ زره ټنه تازه میوه چي ډېره برخه یې انګور جوړوي، بهرنیو هیوادونو ته استولي. د ده په خبره، ښایې د کال تر اخیره پورې د وچې مېوې د صادراتو په کچه کې نور هم زیاتوالی راشي. د بینا په خبره د بازار د وروسته پاتې والي لوی علت د ګاونډیو هېوادونو لخوا پر سرحدونو د ستونزو ایجادول دي، چې هر کال د مېوو له پخیدو سره سم سرحدونه تړل کیږي یا هم پر مېوو لوړه مالیه ټاکل کیږي.