د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې خبر ورکړی، چې په تېرو ۳ کلونو کې څه باندې ۲۵۰۰ سوداګرو ښځو د فعالیت جوازونه اخیستي او څه باندې ۱۳۰ زره ښځې له جواز پرته فعالیت کوي. د یادې خونې ویاندې نازنین احمدزۍ له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي دغه خونه د هېواد سوداګرو ښځو ملاتړ ته ژمنه ده. نوموړې دغه راز ویلي، چې ښځې په ۹ سکټورونو کې د فعالیت په حال کې دي چې، کولای شي د بزګرۍ، مالدارۍ، روغتیا، صنعت او د لوجستیک او خدمتونو برخه کې کار وکړي. د نوموړې په خبره په دې وروستیو کې د کابل په مارکېټونو کې د ښځينه هټۍوالو شمېر مخ په لوړېدو دی. ورته مهال ځینو ښځو چې، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې یې کوچنیو کاروبارونو او سوداګریو ته مخه کړې، له سرپرست حکومته غواړي چې، په بېلابېلو برخو کې له ښځو ملاتړ وکړي او دوی لا ډېر فرصتونه برابر کړي.