د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې نن په کابل کې د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شوی دی. د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د کورنیو تولیداتو کارولو افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادرونکي هېواد بدل کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مومند ویلي، چې تر دې وړاندې افغانستان له ۸۰ سلنې ډېر واردات لرل چې په وینا یې، دامهال افغانستان ۲۵ سلنه پر وارداتو تکیه کوي. د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو بیا ویلي، چې د دغه نندارتون له جوړولو څخه یې، موخه د اقتصادي سکتور وده او د نارینه او ښځینه سوداګرو ملاتړ دی.