د بنګله دېش موقت حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد د مخکنۍ صدراعظمې شیخ حسیني ډيپلوماتیک پاسپورټ یې لغوه کړی دی. شیخ حسینه د همدغې میاشتې په سر کې د محصلینو په مشرۍ د پيل شویو لاریونونو په ترڅ کې په څرخي الوتکې کې هند ته ولاړه. دا پرېکړه، چې شیخ حسینې ته لوی سرخوږی جوړوي، داسې مهال شوې چې د ملګرو ملتونو یو حقیقت موندونکې ډله ډهاکې ته رسېدلې چې وارزوي د بشري حقونو د نقض په اړه ادعاوې وڅېړې که نه. په بنګله دېش کې په لاریونونو کې څه باندې ۴۵۰ تنه ووژل شول، اکثریت یې د پولیسو په ډزو کې وژل شوي. دغو لاریونونو د شیخ حسینې ۱۵ کلنه ځواکمنه واکمني ختمه کړه او لاریون کوونکي په ډهاکه کې د هغه په کور ورننوتل. د بنګله دېش مقامات وايي چې شیخ حسینه دعادي پاسپورټ لپاره عریضه سپارلای شي او باید دوه امنیتي چارواکي یې دا عریضه تایید کړي.