د پاکستان په پنجاب ایالت کې وسله والو د پولیسو په کاروان او د ښوونځي په یو موټر باندې برید کړی او لږ تر لږه نهه پولیس او دوه ماشومان یې وژلي دي. پاکستاني پولیس وايي چې یوې ډلې وسله والو پرون ماښام د پنجاب د رحیم یار خان په ولسوالۍ کې د پولیسو په کاروان برید وکړ. د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغه د بریدګرو په ضد د عاجل او اغیزناک اقدام غوښتنه کړې ده. چارواکي دغه راز وايي چې په یو بل وسله وال برید کې د ښوونځي دوه ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. دا برید د پنجاب ډهري کوټ په سیمه کې شوی دی. دواړه وژل شوي نجونې دي چې ۱۰ او ۱۱ کلنې وې. شهباز شریف دا برید غندلی او په ماشومانو یې برید وحشیانه او ظالمانه بللی دی.