د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغانستان د تازه میوو او سبزیو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، هيڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې هڅه دې وشي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي. په دغه لیدنه کې سوداګرو ویلي، له هېواده بهر د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او د افغانستان مېوې او سبزي اوس ډېرو هېوادونو ته صادرېږي، خصوصي سکټور پر ځان بسیا شوی او په بېلابېلو سکټورونو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي. هغوی دغه راز د خپلو ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې په تورخم کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنېږي. سیاسي مرستیال ویلي، ویلي، د سوداګرو پر ستونزو به غور وکړي او اساسي حللارې به ورته پیدا کړي.