په کندوز کې د انګورو بڼوال وايي، چې سږ کال د انګورو حاصلات د پخوا په پرتله زیات شوي، ځکه چې تېر ژمي کې د انګورو تاکونه یخ ونه وهل. بڼوال زیاتوي، سږ کال یو تاک تر ۱۵ منه حاصلات ورکړي دي. دوی د انګورو د نوې بڼې کرنې څخه خوښ دي، چې په چله یي توګه کرل کېږي. بڼوال زیاتوي، پخوا انګور په سنتي توګه کرل کېدل، خو اوس په یو جریب کې ۳۳۳ تاکونه کرل کېږي، چې د حاصلاتو زیاتوالی یې راوستی دی. په ورته وخت کې دوی خپلو حاصلاتو ته دې په بهرنیو هېوادونو کې د بازار موندنې غوښتنه لري او وايي یادې په هېواد کې د دوی د حاصلاتو لپاره معیاري کشمش خونې جوړې شي، ترڅو حاصلات یې په ښه بیه وپلورل شي.