ننګرهار کې غالۍ اوبدونکې مېرمنې د مناسب بازار او کار ځای غوښتنه کوي. صنعتګرې مېرمنې وايي، د غالیو پلور بازار سوړوالي له ستونزو سره مخ کړي دي. د غالیو پلور لپاره د ځانګړي مارکېټ، کارځای او استوګنې کورنو نشتوالۍ د دغو صنعتګرو درې اصلي بنسټیزې ستونزې دي. دوی له سرپرست حکومت د ملاتړ او اړینو اسانتیاوو برابرولو غوښتونکي دي. خو د ننګرهار سیمه ییز مسوولین وايي په کور دننه او له هېواده د باندې د غالیو صنعت ملاتړ په موخه هڅې کوي. د مسوولینو په خبره په نږدې راتلونکي کې به اذربایجان او ترکیه کې د غالیو نندارتونونو سربېره به ډېر ژر ننګرهار کې هم د غالیو یو نندارتون جوړ کړي. د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین دغه راز زیاتوي، د غالیو اوبدونکو د کارځای ستونزه یې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره شریکه کړې، چې نږدې راتلونکي کې به ورته د کارځای لپاره ځمکې ووېشل شي.