د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د تېر يوه کال په موده کې په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي. د دغه وزارت مسوولینو د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې دغه راز ویلي، چې د دغه وزارت له لوري د ۱۲ نيم ميليونه ډالرو په ارزښت د بادغيس ولايت د قادس بند پروژې چارې ۴۰سلنه پرمخ تللې، چې په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي. د مسوولینو په خبره دمګړۍ د بادغيس ولايت د قلعه نو ښار خلکو ته د اوبو رسولو د سترې پروژې چارې په ګړندۍ توګه دوام لري او د جوړېدو چارې يې ۵۸ سلنه پرمخ تللې دي. د دې شبکې په جوړېدو سره د ياد ښار ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.