په سرپل ولایت کې یوې متشبثې ښځې د هغو ۵۰ نجونو لپاره چې له ښوونځي څخه پاتې دي، د حرفوي زده کړو ورکشاپ جوړ کړی. د دغه ورکشاپ جوړولو موخه د ښځو پیاوړي کول او د کورنیو اقتصادي خپلواکي ښودل شوې ده. په یاد کارخونه کې نجونې خیاطي زده کوي. په همدې حال کې د سرپل ولایت د صنایعو او سوداګرۍ ریاست هم وايي، چې دوی د دا ډول ورکشاپونو ملاتړ کوي. د دغه ولایت د سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې سږ کال د بنسټونو او متشبیثونو په همکارۍ ۱۵ سوه ښځو ته د حرفوي زده کړو او لاسي صنایعو په بېلابېلو برخو کې زمینه برابره شوې ده.