د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر بامیانو ته د سفر پر مهال، د دغه ولایت په قرغنتو او قشقه دښتو کې د صنعتي پارکونو له ځمکو لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي، قشقه دښته د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره مناسب ځای بللی او په بامیانو کې یې د دغه وزارت اړونده مسوولینو ته لارښوونه کړې چې په دې دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع دې تعقیب کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدا رنګه، د بامیانو له والي عبدالله سرحدي او د دغه ولایت له سیمه ییزو مسوولینو سره په کتنه کې، له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه کې د یوه سوداګریز کمپلکس پر جوړېدو خبرې کړې او د لاسي صنایعو لپاره یې د څلورو سیمه ییزو بازارونو جوړوونکي ستایلي دي.