د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي چې پرون له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ۱۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کډوال په خپله خوښه او په زوره د تورخم، سپین بولدک، ورېښم پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راغلي دي. ایران او پاکستان خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدامات زیات کړي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په وینا، د تېر کال له نومبر څخه چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د ایستلو اعلان کړی، تراوسه پورې تر ۶۰۰ زره ډېر افغان کډوال یوازې له پاکستان څخه ایستل شوي دي.