د کندوز د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په تېرو ۵ میاشتو کې له شېر خان بندره مرکزي اسیا ته د څه باندې ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د افغانستان سوداګریز توکي ته صادر شوي. د مسوولینو په خبره، مبلایل، د موټرو ټایرونه او وچه مېوه هغه توکي دي چې له شیرخان بندره تاجکستان او بیا مرکزي اسیا ته صادر شوي دي. یو شمېر سوداګر د تاجکستان له لوري د ویزو بندښت ته اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې دغه ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي. په همدې حال د کندوز د بهرنیو چارو ریاست وايي هڅه کوي چې له تاجکستاني لوري سره دغه ستونزه حل کړي. شېر خان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو دی چې افغانستان له تاجیکستان او له دې لارې د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره نښلوي.