د نیمروز امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو ۲۶۶ کسانو د درملنې خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په ۱۰۰۰ بستریز کلینیک کې د ۲۶۶ روږدو کسانو درملنه شوې او له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. ورته مهال له نشه يي توکو روغو شويو کسانو د سرپرست حکومت مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، خوښ دي، چې له کلونو روږدېدو وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي.