په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام رییسه شاوي لي وایي چې، دغه بنسټ له ترلاسه شویو مرستو یوازې شږ سلنه هغه خپلو اداري لګښتونو ته ځانګړي کوي او پاتې نور له خلکو سره د مرستې لپاره کاروي. د خوړو نړۍوال پروګرام رییسه ټينګار کوي چې، دمګړۍ ۲۱٫۴ مېلیونه تنه چې، ۸ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي، مرستو ته اړمن دي؛ خو دغه بنسټ د بودجې د کموالي له امله یوازې یو مېلیون تنو ته مرسته رسوي. هغه همدارنګه راتلونکی ژمی په افغانستان کې د اړمنو لپاره یوه جدي ننګونه ګڼي او وايي چې، دغه بنسټ اړمنو ته د مرستې رسونې لپاره، له ۶۲۰ مېلیون ډالرو څخه یوازې ۴۰۰ مېلیونه ډالره یې ترلاسه کړي دي. نوموړي زیاتوي چې، د افغانستان بشري وضعیت د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو پرتله پرمختګ لرلی؛ خو لا هم دا هېواد په سخت بشري وضعیت کې دی.