د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، قطر د سرپرست حکومت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او کابل له دوحې سره په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی. سیاسي مرستیال دغه څرګندونې په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطي سره په کتنه کې کړي او د افغانستان په اړه یې د قطري چارواکو په همکارۍ په دوحه کې د راتلونکې غونډې ستاینه هم کړې ده. په دغه کتنه کې په کابل کې د قطر سفارت سلاکار څرګنده کړه چې قطر هڅه کوي د کابل او دوحې ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي او په بانکي برخه کې د افغان ځوانانو د ظرفیت د لوړولو په موخه لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.