پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دې هېواد څخه ایران ته د زیارت کوونکو د یوه بل بس د چپه کېدو له امله ۱۱ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. د راپور له مخې؛ دا پېښه د مکران په لویه لار هغه وخت رامنځته شوه، چې د یادو زیارت کوونکو بس موټر د بریک د خرابېدو له امله کندې ته ولوېد. پاکستاني پولیسو ویلي، چې دا بس له پنجاب څخه ایران ته روان و. د پولیسو په خبره؛ د پېښې قربانیان د پېښې له سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ایران کې د پاکستاني زیارت کوونکو د یوه بس موټر د چپه کېدو له امله ۲۸ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول. د راپورونو له مخې؛ دا کسان دوه ورځې مخکې له ایران څخه د یوې ځانګړې الوتکې په وسیلې سره پاکستان ته لېږدول شوي دي.