د بادغیس ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د یوې نړیوالې موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت مرکز اړوند اقا لامان دره کې د ۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې. د یادې شبکې چارې به د څه باندې یوې میاشتې په اوږدو کې بشپړې شي، چې ورسره به شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي.