له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، سرپرست حکومت په هېواد کې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې جدي دی او د نشه يي تکو کښت، قاچاق او کاروبار نږدې صفر ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، سرپرست حکومت په هېواد کې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نشه يي توکو کښت، قاچاق او کاروبار وکړي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، نشه يي توکي له پاکستان، ایران او ځينې نورو هېوادونو افغانستان ته قاچاق کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې ویلي، وو په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې د نشه يي توکو نږدې ۱۵۰۰ کارخونې له منځه تللي دي.