په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې په ټولو شمالي ولایتونو کې د ډبرو سکرو ۱۰۲۸ کانونه شتون لري، چې له ډلې یې ۳۳ دولتي کانونه په فني ډول د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ له لوري استخراجېږي. د شمال د ډبرو سکرو د دولتي شرکت رییس عبدالله حامد وویل، چې په شمال کې د ۱۰۲۸ د ډبرو سکرو له کانونو څخه ۳۳ یې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ له لوري په فني او تخنیکي ډول استخراجېږي. حامد زیاته کړه چې د شمالي ولایتونو په ټولو کانونو کې شل زره کسان په بیلابیلو برخو کې په کار بوخت دي او په عادي ډول د استخراج چارې ترسره کوي. هغه زیاته کړه، چې پخوا په یو شمېر کانونو کې د کان کیندنې پرمهال د کان اوسپنیز تحکیمات نه وو او دغه راز د سکرو د اېستلو لپاره هم ماشین شتون نه درلوده ځکه خو به د کان د لوېدو له امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله اوښته او اوس د سکرو د اېستلو لپاره د ماشینونو د برابرولو سربېره د کانونو سمڅې له یو بل سره وصل شوي او د کان کیندونکو د مرګ خطر کم شوی.