په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا هلمند ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د والي مرستیال او نورو چارواکو سره کتلي دي. اوتونبایوا په دې لیدنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، څو سرپرست حکومت سره په همغږۍ نړیوالې ټولنې سره د تعامل او پرمختګونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې هوارې کړي. نوموړې همداراز هلمند کې د کوکنارو بدیل کښت، روږدو درملنې، اقتصادي او بشري مرستو په تړاو له چارواکو سره خبرې کړې او دې برخو کې یې، د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. بلخوا د هلمند مرستیال والي بیا دې لیدنه کې ویلي، که څه هم یاد ولایت ګڼ نفوس لري، خو په وینا یې، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه کم دي. نوموړي په دې لیدنه کې ټينګار کړی چې نړیوال خیریه بنسټونه باید د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي، څو خلک پر ځانبسیا او د ستونزو کچه راټیټه شي.