د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې پرېکړه شوې، چې کارګو شرکتونه مکلف دي تر څو له ۴۶ کیلوګرامه څخه کم او پوستي خدمتونه له ۴۶ کیلوګرامه څخه زیاد توکي انتقال نه کړي. یاده ناسته کې دغهراز یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوې، چې د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د پوستي خدمتونو قانون جوړ، د اقتصادي کمېسیون له لارې یې د منظورۍ لپاره د سرپرست حکومت مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.