د پکتيا ولایتي مسوولین وايي چې په مرکز ګردېز ښار کې د ۱۰۵زره ډالرو په لګښت د دوو کانالونو د جوړېدو چارې پيل شوې. د پکتيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي، يادې پروژې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په مشارکت او د جاپان په مالي مرسته جوړېږي. د مسوولینو په خبره ياد کانالونه د سېلابونو مهار لپاره جوړېږي چې ورسره به سلګونه کورونه او په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاب له زیانونو وژغورل شي. د سيمې خلک دوی وايي، چې تر دې وړاندې به يې سيمه کې د سېلابونو راوتلو له امله هرکال ګڼ کورونه او سلګونه جريبه کرنيز فصلونه لهمنځه تلل، خو په وینا یې، د کانالونو په جوړېدو سره به د سېلاب اوبو مهار او خلک به له زيان وژغورل شي.