د پکتیا او کندهار امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایتونو کې پر سلګونه جریبه ځمکو کرل شوي چرس او کوکنار لهمنځه وړل شوې دي. د کندهار د امنیې قومنداني مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په یوشمېر ولسوالیو او حوزو کې ۱۹۹ جریبه ځمکه باندې کرل شوي تریاک او چرس لهمنځه وړل شوي دي. بلخوا د پکتـيا د امنیې قومندانۍ مسوولین بیا وايي، د ځاځياريوب ولسوالي امنيتي ځواکونو تېرو دوو ورځو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې ولاړ د چرسو کښتونه لهمنځه وړي. د ځاځياريوب ولسوالي اوسېدونکي د چرسو اړولو کمپاين څخه خوښ دي، خو د بديل او نورو مرستو غوښتنه کوي.