د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۰مه غونډه کې د ګډون په موخه د کامېرون جمهوریت پلازمېنې یاوندې ته رسمي سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې، سرپرست وزیر به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې، د اګسټ پر ۲۹مه او ۳۰مه ترسره کېږي، د ګډون تر څنګ د کوربه هېواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.