د پاکستان په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۴ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ژوبل دي.
ورته مهال د هوا پېژندنې ادارې راتلونکې ۳۶ څخه تر ۴۸ ساعتونو پورې په دغې صوبه کې د نورو بارانونو د ورېدو اټکل هم کړی دی. تر دې یوه اونۍ وړاندې په پنجاب کې د طبیعي پېښو ادارې ویلي و، چې په پنجاب کې د هغه مهال ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي وو. په خيبرپښتونخوا او د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې هم سخت بارانونه ورېدلي، چې د لوبو پرمهال یې په ډنډ شویو اوبو کې څلور ماشومان ډوب کړي دي. تر دې پنځه ورځې وړاندې په کوټه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په بلوچستان کې د جون له اوومې راهیسې د بارانونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه راپور خپور کړی و.