د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي او د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداګرو د ستونزو حل په اړه یې ورسره خبرې کړي دي. دغې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مومند د ترکیې له سفیر غوښتي چې ترکي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د امام ابو حنیفه درېیم نندارتون ته یې هم را وبولي. خبرپاڼې د جنک اونال له قوله لیکلي، ترکیه په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونې ته لېواله ده.