په تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۱۶ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۳۱۶ زره ۷۴۳ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۱۶ زره ۷۳۳ ټنه توکي صادر شوي. دغه وزارت وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.