د غزني ولایتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د سیندیزې فرعي حوزې رییس محمد شفیق منصور ویلي، چې د یاد ولایت د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د (ډي. ار. سي) موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې ده. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.