د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي ویلي، غواړي خپل امریکایي سیال جوبایډن ته له روسیې سره د روانې جګړې د پای ته رسېدو طرحه وړاندې کړي. نوموړي په دې برخه کې د کیف پر قوي دریځ ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده، چې غواړي د بایډن ترڅنګ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له دوه نوماندانو سره هم په دې اړه خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له جو بایډن او پوتین سره ټلېفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.