د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې یو شمېر بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د سرو املوکو بڼونو ښه حاصل ورکړی دی. دوی وایي د اوبو کمښت او د حاصلاتو د پلور لپاره د بازار نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي. په یاد ولایت کې ډېری بڼوال، چې د کوکنارو له کرکیلې یې لاس اخیستی له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو ستونزه حل او د حاصلاتو لپاره ورته مناسب باز پیدا کړي، ترڅو دوی وشي کولای خپل محصولات په اسانۍ سره وپلوري او له مالي زیان څخه وژغورل شي.