د راپورنو له مخې د امریکا د استخباراتو ادارې (سي ای اې) مرستیال ډېوېډ کوهن په یوه امنیتي غونډه کې ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کورسک د نیول شوې سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي. کوهن ویلي، چې د روسیې ځواکونه به د دې سیمې د بېرته نیولو لپاره له سختې مبارزې سره مخ شي. نوموړی زیاتوي کېیف له خپلې خاورې سره د نیول شویو سیمو د یو ځای کولو هڅه نه کوي، خو د اوکراین ځواکونه په کورسک کې د دفاعي کرښو جوړولو په حال کې دي. د دغه امریکایي استخباراتي چارواکي په باور، پر کورسک د اوکراین نفوذ د جګړې وضعیت بدل کړی دی. کېیف اعلان کړی چې د اوکراین ځواکونو د کورسک په سیمه کې د استوګنې شاوخوا ۱۰۰ سیمې نیولي دي.