د قزاقستان رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هیواد پولیسو په اوکتوبي ښار کې ۱۵ افغانان نیولي دي. د مالوماتو له مخې په دغو افغانانو کې ځینو يې پاسپورټونه نه لرل او د ځينو يې ويزې ختمې شوې وې. د قزاقستان د کارلینتا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ټول کسان د دغه هیواد د کډوالو دفترونو ته وړل شوي چې د دوی هویت او تېره مخینه وګوري. د یادولو وړ ده، چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر د قزاقستان په پلازمینه کې محصلین دي. د دېکسانو د برخلیک په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.