د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د یاد وزارت یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې دي. د یاد وزارت چارواکو ویلي چې په تېر یوه کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۷۱ پروژې پلې شوې دي. د چارواکو په خبره، په ۶۶۰ زره کروندګرو د ۳۳ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم او د ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرې وېشل په تېر یوه کال کې د دغه وزارت مهمې لاستهراوړنې دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي، په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې یې پنځه سړې خونې چې ټولټال د ۱۱۹۰ مټریک ټنه ظرفیت لري، جوړې کړې دي او دغه راز یې په بېلابېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه ۱۱ سلفرخونې جوړې کړې دي.