د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په کابل کې د جاپان له سفير تاکایوشي کورومایا سره کتلي. په دې کتنه کې د جاپان سفير د نشه يي توکو، اداري فساد، امنیت او بېلابېلو برخو کې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې او ويلي يې دي چې هېواد يې په پام کې لري د بديل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې، له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي. کورومایا، د هغه ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو مرستې يادونه هم کړې چې د جاپان حکومت لهخوا ملي موزيم ته ورکړل شوي او د فرهنګي ميراثونو او لرغونو آثارو د ساتنې لپاره د «يونسکو» له لوري په مصرف رسېږي. په د کتنې کې، پر دوه اړخيزو همکاريو، د افغانستان د فرهنګي ميراثونو پر خونديتوب او د نشه یي توکو پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار شوی دی.