د اذربایجان لومړي وزیر مرستیال پرون د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانېستي مراسمو څنډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال سره کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي. د لاجوردو تاریخي لار افغانستان له اذربایجان، ګرجستان، ترکیې او اروپايي هېوادونو سره وصلوي. د اذربایجان لومړي وزیر مرستیال ویلي، افغانستان سره سوداګرۍ برخه کې د خپلو صادراتو او وارداتو کچې لوړولو ترڅنګ افغانستان کې د صنعتي فابریکو جوړولو کې هم پانګونه کوي. بلخوا دې کتنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت افغانستان کې د اذربایجان هېواد پانګونې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.