د کندوز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د یو شمېر مرستندویه بنسټونو په همکارۍ یې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې ۷۰۰ سیمهییز ټولګي جوړ کړي. دوی وایي، دغو سیمهییزو ټولګیو کې له ۲۵ زرو زیاتو نجونو او هلکانو ته چې تر دې وړاندې ښوونځیو ته له تګ محروم وو د زده کړو زمینه برابره شوې ده. زده کوونکي او د کندوز اوسېدونکي د دغو سیمهییزو ټولګیو جوړېدو ته خوښ دي او له مسوولینو غواړي چې ددغه ولایت په نورو لرې پرتو سیمو کې هم ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي. تر دې وړاندې د کندوز د پوهنې ریاست دغه ولایت کې نږدې دوه زره نجونو او هلکانو ته د لیک لوست زده کړې زمینې له برابرولو خبر ورکړی و.