نن له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو دوه کاله پوره کېږي. د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۳۱مې پر نیمه شپه الوتکې ته د وروستي امریکايي پوځي په ختلو سره افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شل کلن حضور پای ته روسېد. درې کاله وړاندې پر همدې ورځ له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو خبر د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککینزي ورکړ. د رسمي اعلان له مخې په پام کې وه چې د ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه بشپړ شي، خو دا کار له ټاکلې نیټې یو ورځ مخکې وشو. د کابل په هوايي ډګر کې سي۱۷ ډوله پوځي الوتکې ته د وروستیو امریکايي سرتېرو په ختلو سره، افغانستان کې د امریکا او د ناټو د نورو متحدانو پوځي حضور پای وموند. په افغاستان کې د ټولو وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۳ زره ۸۶۷ اعلان شوی دی.