د غور ولایتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په دولت یار او لعل و سر جنګل ولسوالیو کې د اوبو دوه کوچني بندونه جوړاو ګټې اخسیتنې ته وسپارل شول. د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس رحمت الله اماني ویلي، چې د یاد ولایت په دولت یار او لعل و سر جنګل ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه او ۶۲ زره ۱۴۲ افغانیو په لګښت د اوبو دوه کوچني بندونه جوړ او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوي دي. ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.