پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۶۸ کسان مړه شوي دي. ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دغه ایالت له تېرو څلورو ورځو راهیسې د سختو بارانونو شاهد دی، چې په پایله کې یې ۱۱۷ کسان ژوبل هم شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د یادې پېښې تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي، چې ۳۲ یې مړه شوي دي. د يادونې وړ ده، چې دې سېلابونو د پام وړ مالي زيانونه اړولي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښویېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.