د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت «د پیشرو انکشافي افغان او اېپېک انټرنېشنل» موسسې سره د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د یادو هوکړه لیکونو له مخې، د پېشرو انکشافي افغان موسسه به ۱۷۵ زره ۵۹۰ ډالره په بامیانو کې ۲۶۱ کسانو لپاره د ګدوزۍ زده کړې او سوداګرۍ د پراخوالي په برخه کې په مصرف رسوي او دغه راز اېپېک انټرنېشنل موسسه به د ۱۳ زره ۱۷۶ امریکايي ډالره د کابل استاد خلیل الله خلیلي ښارګوټي کې د ۳۵۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو په برابرولو کې ولګوي.