د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څلورمې او ۱۷مې ناحیې اړوند د سرای شمالي او نادريې لیسې د څلورلارو تر منځ د سړک جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍسره روانې دي. دغه سړک چې څه باندې ۳ زره متره اوږدوالی او ۲۰ – ۳۰ مترو په سور لري، د جوړولو چارې یې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي، چې په بشپړیدو سره به یې له یوې خوا د کابل شمالي او مرکزي برخو په اوږدو کې ترافیکي آسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.