د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې دغه هيواد په افغانستان کې له وسلهوالې جګړې ملاتړ نه کوي. د نوموړي په وینا؛ امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په افغانستان کې جګړه توده شي. د ویلو ده، چې تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې د سرپرست حکومت پر وړاندې د جګړې ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي. یاد وزارت ټینګار کړی و، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پرته بله لار نه ده پاتې.