د بدخشان امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی. د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د یاد ولایت د اشکاشم- شغنان ولسوالۍ پر لویه لاره کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځه شوې، چې په پایله کې یې ۴ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د فیض آباد ولایتي روغتون لېږدول شوي دي.