د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یواینایچسيآر ویلي، چې په افغانستان کې که څه هم جګړې پای ته رسېدلې؛ خو لا هم دغه هېواد ۳ میلیونه او۲ لکه کورني بې ځایه شوي خلک لري. یاد سازمان پرون په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ چې د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل یې نښتې یادې کړي. یو این ایچ سي آر دا هم ویلي چې اوسمهال نږدې شپږ میلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي. یاد سازمان دغه راز زیاته کړې چې کډوال او پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د قوانینو د نشتوالي او خپلو اساسي حقونو ته د محدود لاسرسي له امله تر ټولو زیانګالي خلک دي.