د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو د سېلابونو راوتلو ګواښ زیات کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل او هلمند په سیندونو کې د اوبو کچې لوړېدو له امله د سختو سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د دغه وزارت د پیغام لمخې په دغو سیندیزو حوزو کې کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، خوست او پکتیکا د سیلابونو له ګواښ سره مخ ولایتونه یاد شوي او هغو اوسېدونکو ته یې چې د سیند پر غاړه اوسي د ځان او ماشومانو د ساتنې خبرداری ورکړ شوی دی.