د ټولګټو وزارت لخوا په دایکندي کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلو متره سړک د رغولو کار پیل شو. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې دغه سړک د دایکنډي له لادوګګ تپې څخه د پاتو ولسوالۍ تر پلستو سیمې پورې رسېږي او یاد ولایت د روزګان له لارې له کندهار سره نښلوي. حق شناس ویلي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې او د کرنیز توکو په لېږد را لېږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي. هغه ویلي، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمیر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.