د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د تېزو بارانونو، تالندې او سېلابونو اټکل کړی دی. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. خبر پاڼه کې همدارنګه په لوېدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل کړی، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې ښودل شوې ده.