د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرو دوو لسیزو جګړو او هوایي بریدونه له امله یې کورونه ویجاړ شوي دي. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د دغو کورونو د بیارغولو وس نه لري. په ورته مهال سیمه ییز مسوولین مارجې ولسوالۍ کې د ویجاړو شویو کورونو رغونې په موخه د هڅو ډاډ ورکوي. د مسوولینو د شمېرو پر بنسټ له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د همکارو بنسټونو په مرسته په جګړو کې ویجاړ شوي نږدې سل کورونه رغولي، او د پاتې نورو کورونو د رغولو لپاره یې د خلکو غوښتنې تر مرکزه رسولي دي. د رسمې شمېرو پر بنسټ په تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال یوازې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې تر ۵۰۰ زیات استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.