د پاکستان د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه خپروي، په تازه راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت د ۲۰۱۸م کال له جولای را په دې خوا د دغه هېواد لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه. دغه غیرحکومتي مرکز په خپل راپور کې، ویلي چې په تېر اګست کې په بلوچستان ایالت کې تر معمول ډېرې امنیتي پېښې شوي، خو د ورتېرو میاشتو پرتله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې امنیتي پېښې یو څه کمې وې. د څېړنې او امنیت د مطالعې مرکز زیاتوي چې د اګست میاشت د پاکستان لپاره سږ کال تر ټولو خونړۍ وه او په لړ کې یې ۲۵۴ تنه وژل شوي دي. د دې مرکز پر اساس، په وژل شویو کسانو کې ۹۲ تنه ملکیان، ۵۴ پوځیان او ۱۰۸ د دولت وسلهوال مخالفان دي.